بهرنيو چارو وزارت وايي چې سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ‌ يي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي همکاریو خبرې شوې دي.

د سرچينې په خبره ښاغلي متقي د افغان سوداګرو په ستونزو غږېدلی، چين یې د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه بللی او هیله یې څرګنده کړې چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

ښاغلي متقي همدا راز د افغانستان له خاورې ګاونډيانو ته د ستونزې په نه پېښېدو ټينګار کړی او د بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې یې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړي دي.

سرچينه وايي له بل لوري د چين د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ژمنه کړې چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د افغانستان د ښه ګاونډي په حیث به چین د افغانستان په اقتصادي وده کې له هیڅ راز همکارۍ درېغ ونه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version