د کرنټ ريپورټ رسنۍ د راپور له مخې، د ایران د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د ټرمپ له پرله پسې ګواښونو وروسته د چین دفاع وزیر خپل سمندري ځواک ته لارښوونه کړې چې، د مارچ په نیمایي کې ایران ته نږدې د لویو سمندري تمریناتو لپاره له ایران او روسیې سره یوځای شي.
د راپور له مخې، دا د امریکا د فشار پر وړاندې د پوځي یووالي یوه زړوره ننداره ده چې دغه هېوادونه یې وړاندې کوي.