ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۹/۹ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: روان کال د لوی مقیاس کانونو د استخراج ۱۱ پروژې منظورې شوي.

۲_تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۵ زره مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي.

۳_امنیتي ځواکونو فراه کې د غلو څلور کسېزه وسله واله حرفوي ډله نیولې.

۴_د بهرنیو چارو وزیر په رسمي سفر عمان ته ولاړ.

۵_پخواني جنرالان او افسران له ګاونډيو هېوادونو غواړي چې د افغانانو حق بېرته افغانانو ته وسپاري.

۶_پخوانی جنرال شعور ګل پښتون: امريکا چې زموږ څومره وسلې له منځه وړي، د هغې يو پر سلمه برخه یې هم نه دي راکړي.

۷_د دفاع وزارت پخوانی سلاکار او د ګارنیزیون قوماندان جنرال افضل امان: له افغانستان څخه وړل شوې وسلې او پوځي تجهيزات د ملت حق دی او هېڅ‌چاته یې نه ورپرېږدو.

۸_پخوانی جنرال عبدالستار خټګر: که څوک په افغانستان تجاوز کول غواړي زموږ تېر تاريخ دې وګوري چې متجاوزینو ته مو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د جماعت اسلامي ګوند د پخواني مشر سناتور مشتاق احمدخان ورور په يوه بريد کې وژل شوی دی.

۲_پاکستان کې ورځ تر بلې زیاتېدونکې ناامنۍ؛ امریکا له خپلو وګړو غوښتي، چې دغه هېواد ته له سفر ډډه وکړي.

۳_د ایران مذهبي مشر له امریکا سره د هر ډول مذاکراتو احتمال رد کړ.

۴_بلوچستان کې وسله‌والو پاکستاني پولیس یرغمل کړي او مرکزونه یې ورته سوځولي.

۵_د قطر لومړی وزیر: د ایران د بوشهر پر اټومي بټۍ برید سره به نه یواځې ایران او قطر، بلکې ټوله سیمه به اغېزمنه شي.

  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_بريټانیا، فرانسې، جرمني او ایټالیا د غزې تړانګې بیارغونې لپاره د عربي هېوادونو له طرحې ملاتړ اعلان کړی.

۲_حماس او اسرائیل غزه کې د اوربند دوهم پړاو ته چمتووالی ښودلی.

  • [ ] نړۍ:
    ۱_ جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو یوه الوتکه هدف ګرځېدلې.

۲_د عراق د بصرې ښار له زندان څخه دوه تنه افغانان آزاد او هېواد ته راستانه شوي.

۳_ټرمپ: د اوکراین په پرتله له روسیې سره معامله اسانه ده.

۴_د لبنان حزب الله ډلې د سوریې په وروستیو ناکراریو کې خپل لاس لرل رد کړي.

۵_د چین دفاع وزیر خپل سمندري ځواک ته؛ لویو سمندري تمریناتو لپاره ایران او روسیې سره یوځای شئ.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version