د لبنان حزب الله ډلې، د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه راپورونه رد کړي دي، چې ګواکې دوی د سوریې په ساحلي سیمو کې د روانو خونړیو پېښو برخه وال دي.

په اعلامیه کې راغلي، ځینې جهتونه هڅه کوي حزب الله د سوریې په شخړو کې ښکېل وښيي، خو دا ادعاوې هېڅ حقیقت نه لري.

حزب الله له رسنیو غوښتي، چې د خبرونو په خپرولو کې احتیاط وکړي او د ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version