د افغانستان اسلامي امارت رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخند د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره نن غرمه په ګلخانۍ ماڼۍ کې وکتل.
د حکومت مرستیال ویاند ملا حمد الله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې ښاغلي اخند، چین او افغانستان دوه ښه او اوږد مهالي ملګري بللي او زیاته کړې یې ده، چې موږ په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو قدرداني کوو.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت هیڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هیوادونو هم غواړي چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره اختیار کړي.
له بله پلوه د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ یي د چین او افغانستان تاریخي اړیکو ته په اشارې ویلي، هېواد یې د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دی چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شوری د دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ډلې زه یوازینی کس یم، چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر وکړ او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي.
د یادونې ده، چې د چین د بهرنیو چارو وزیر نن (چهار شنبه) د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته راغلی.