د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د چين د بشري مرستو دویمه جوپه، چې ۱۵۶ فابریکه‌يي کورونه پکې شامل دي، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

دا مرسته د ۱۰۰ میلیونه چینایي یوانو د مرستو دوهمه برخه ده، چې لومړۍ برخه یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.

د مرستو د سپارلو په مراسمو کې د یاد وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین له دولت او خلکو مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او بشري اړیکو د پیاوړتیا نښه بللې ده.

په کابل کې د چین سفارت مرستیال بائو خوهوي بيا ويلي، چې د چین او افغانستان اړیکې تاریخي دي او هېواد یې ژمن دی، چې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دا مرستې د بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د سرپناه او اړینو امکاناتو د برابرولو په موخه برابرې شوې دي، چې د دواړو هېوادونو د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version