د کور او ښار جوړولو وزارت نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروگرام کې د یاد وزارت د یو کلنو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو راپور له رسنیو سره، شریک کړ.

د یاد وزارت مسوولینو وویل، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو لپاره د ښاري پراختیا د ۵۷ پلانونو منظورېدل، په کابل کې د قطر استوگنیز ښارگوټي د اول فاز د چارو بشپړېدل، د ۳۱۸۱ ښاري سرغړونو تثبیت او پېژندنه، له ۴۴۳ ساختماني پروژو څخه څارنه، د کډوالو ښارگوټو جوړولو لپاره د ځمکې ورکولو برخه کې د تدابیرو نیول او د کابل د نوي ښار د درېیم فاز د تفصیلي پلان منظورېدل په وروستي یوه کال کې د دغه وزارت له عمده لاسته راوړنو څخه دي.: «د کابل ښار په دار الامان ساحه کې د نېله‌باغ ښارگوټي د جوړولو چارو کې ۲۵ سلنه پرمختگ شوی، چې پاتې چارې به یې په ۳۸ میاشتو کې بشپړې او گټې‌اخیستنې ته به وسپارل شي.»

کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو وویل، پرو سږکال کندهار کې یو استوگنیز ښارگوټی گټې اخیستنې ته سپارل شوی، په هلمند کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د یوه استوگنیز ښارگوټي د جوړولو چارې دوام لري او په ننگرهار کې د ۲۰ زره کورنیو لپاره د مسکن سروې شوې ده.: «کابل ښار کې د ترافیکي گڼې‌گوڼې کمولو په موخه، په څلورو برخو چهار اسیاب او خاکجبار ولسوالیو، استالف او ارغندۍ کې د بار وړونکو موټرو لپاره د ترمینل جوړولو لپاره، ترانسپورت وزارت ته د ځمکې په لېږد، پلان، طرحې او ساختماني ډېزاین کار روان دی.»

د یاد وزارت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه د ښاري سرغړونو ۳۱۸۱ موارد تثبیت او پېژندل شوي او د مخنیوي په موخه یې عملي کار پیل شوی دی.

په نوي کابل ښار کې د جوړونې چارې دوام لري، د خصوصي سکتور او شرکتونو د فعالیت لپاره مناسب فرصت رامنځته شوی دی او په دې ښار کې د معیاري طبي کمپلېکس د جوړولو پر طرحې او ډېزاین هم کار روان دی.: «د ۱۳ ښارگوټو لپاره د تفصیلي پلانونو منظورېدل، د نورستان، سرپل او کندوز ولایتونو لپاره، د سیمه‌ییزې پراختیا پلانونو چمتو کول، د ټولگټو پروژو د تطبیق لپاره د ۳۱۵ ساحو کروکي تر سره کول، د هرات ښار د ۱۵ ناحیو او ۱۶۳ ساختاني نقشو لپاره د اصلاحي پلانونو ترتیب او ویزه کول، د ۲۴۹ مهندسي نقشو طرحه او ډېزان او د ۹۹ پروژو د تخمین تر سره کول په تېر یوه کال کې د وزارت له نورو لاسته‌راوړنو څخه دي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو وویل، د حکومت د مشرتابه د حکم پر بنسټ، د ولسوالیو لپاره د تفصیلي پلانونو جوړول، په ۱۶ ولایتونو کې د ښارگوټو جوړولو لپاره د توپوگرافي سروې کول، په ۱۰ ولایتونو کې د تفصیلي پلانونو عملي کول او د ۷ زونونو او ۱۶ ولایتونو لپاره د تفصیلي پلانونو چمتو کول، په کابل او ولایتونو کې د استوگنیزو ساحو لپاره تفصیلي پلانونو جوړول، د ملي جامع پلان د مسودې تدوین، د ۶ ولایتونو د مرکزونو لپاره د اصلاحي پلانونو چمتو کول او د پروان او فاریاب ولایتونو په مرکزونو کې د اصلاحي پلانونو تطبیق؛ په روان کال کې د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

له تېرې اوونۍ راهیسې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو پروگرام پیل شوی، چې نن پکې د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو لاسته‌راوړنو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version