امریکایانو د خپل اشغال په لومړۍ اونۍ کې، تر هر څه وړاندې په کابل کې د (کابل نندارې) په سینما کې، په داسې حال کې د بې لارو ښځو يو برنامه وړاندې کړل، چې لا د سینما ځمکه له خاورو او ایرو پاکه شوې نه وه. دغه سینما ته امريکايي پوځیان او افسران په پراخه پیمانه ورغلي وو. دغه ډول د سینما افتتاح په هغه وخت کې خپل یو اهم پیغام درلود او هغه دا چې امریکا به دلته د خپل استقرار په صورت کې همدغه ډول فرهنګ ترویجوي.
غربیان په دې پوهېږي، چې د ښځو فساد د ټولې ټولنې فساد او اصلاح یې د ټولې ټولنې اصلاح ده. دوی د ټولنې دروند قشر (ښځې) هدف وګرځولې او د ښځو چارو په نوم يې په تېر حکومت کې یو رسمي وزارت جوړ کړ. یاد وزارت هغه د رنګینو لومو دام و، چې غربیانو په افغانستان کې د ښځو د ښکار کولو او په هغوی کې د غربي فرهنګ د ترویجولو په مقصد جوړ کړی و او په هغه کې يې څو داسې له اسلامي او افغاني فرهنګ پردۍ شوې ښځې وګومارلې، چې د هغوی په وسیله په افغانستان کې د ښځو د فاسدولو لپاره د غرب پرګرامونه او پلانونه تطبیق کړي.
د شلو کلونو په جریان کې د افغانستان په ښځینه قشر کې، د تعلیم تر عنوان لاندې د اړتیا وړ برخو کې هیڅ متخصصې ښځې وړاندې نه شوې، که وړاندې کېدلې، نو د غرب په قالبونو کې سیکولرې، جرارې، تېز ژبې او نیمه بربنډې ژورنالیستانې، سندرغاړې او هنرمندانې(!) وې، چې د ټولنې د فاسدولو په نیت ټولنیزو او عامه ځایونو کې ګمارل کېدلې، تر څو ټولنه بې لارې کړي.
کله چې د حق لښکرو باطل وپرځاوه او اشغال پای ته ورسېد، همدا سیکولرو ښځو په داسې حال کې د اشغالګرو په طیارو پسې منډې وهلې، چې اشغالګر ترې بېزار وو او نه یې غوښتل دغه مفسد قشر چې د نړۍوالو مجرمينو په لاس د یو ځانګړې سیمې (افغانستان) د مفسدولو لپاره روزل شوې وې، د غرب ټولنو ته انتقال کړي، ځکه دغه جرارې مفسدینې د هماغه ټولنو د بې نظمۍ او ګډوډۍ لامل ګرځي.
د دغه مفسدو ښځو ډېری برخه چې لا هم په هېواد کې پاتې دي، د ښځینه معترضینو تر عنوان لاندې کوښښ کوي، خپل بادار ته د خدمت وختونه یاد ته ورولي او د نړۍوالو مجرمينو پام ځانته جلب کړي، چې موږ هماغه ستاسې د جملې او ټولي څخه پاتې شوي افراد یو؛ معترضانې د محرومیت، جنسي ځورونې، فردي آزادۍ(!) د نشتون او نورو عنوانونو لاندې ځان مظلوم ښيي او غواړي بیا ځل د غرب په لمن کې ځان وغورځوي.
ډېری معترضانې د سرپرست حکومت په ضد د تبلیغاتي شعارونو په بدرګه کولو سره غواړي په بهر کې قبولي او اقامه واخلي او بیا ځل د کېس جوړونې له لارې په غرب کې د سیکولرې ټولنې ژوند ته ورسېږي، په همدې موخه ځینې وخت تبلیغاتي شور جوړوي او له سرپرست حکومت سره خپل مخالفت څرګندوي.
د معترضو ښځو تر شا ځینې بهرنۍ کړۍ هم هڅې کوي، تر څو د دوی په توسط د سرپرست حکومت په ضد ناسم تبلیغات وکړي، ځکه دوی په جنګي میدان کې ماتې خوړلې، اوس تنها رواني او تبلیغاتي ډګر ورپاتې او په دغه ډګر کې د پلورل شویو پروژه يي ښځو له لارې جګړه کوي، خو دا څېرې او دا حربه ځکه ناکامه ده، چې په هېواد کې تر دې لا هم قوي پروژې او حربې ناکامې شوې دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.