د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي، د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس دیمیر سریف سره کتلي.
یادې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د دوهاړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د خصوصي سکټور همکارۍ د پیاوړتیا، د سوداګریزو پلاوو تګراتګ د زیاتوالي او پانګونې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کولو په اړه خبرې کړي دي.


