د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال په یوه اعلامیه کې د کراچۍ برید کې د هند لاس لرلو په تړاو د پاکستان پوځي رژیم تورونه په کلکه رد کړي.
نوموړي ویلي: «موږ د کراچۍ د وروستۍ پېښې په تړاو د پاکستان د بې اساسه تورونو راپورونه لیدلي، موږ دا تورونه په کلکه ردوو.»
هغه وړاندې د پاکستان پوځي رژیم ته سپارښتنه کړې، چې نورو ته د ګوتې نیولو پرځای خپل کورني وضعیت ته پام وکړي او په خپله خاوره کې دې د ترهګریزو بنسټونو پر ضد باوري اقدامات وکړي.
جیسوال دغه راز پر پوځي رژیم غږ کړی، چې د خپلې پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه پر ترهګرۍ د تکیې کولو له تګلارې دې لاس واخلي.


