بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت ‏مالي او اداري مرستيال، دوکتور محمد نعیم د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دوکتور مهدي سبحاني سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، دې کتنه کې د کابل او تهران ترمنځ د دوه ‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، په ایران کې مېشتو افغانانو ته د قونسلي خدماتو پر ښه والي خبرې شوې دي.

ښاغلي نعیم ویلي، چې افغان حکومت له ګاونډیانو سره د متوازن او متقابلو اړیکو پر پیاوړتیا باور لري او د هرې ستونزې د حل لپاره خبرو او تفاهم ته لومړیتوب ورکوي.

له بل لوري د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري او تهران د سیمې د سولې او ثبات ملاتړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version