د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداره وايي، له چین سره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو گډو مرکزونه په پلان کې دي، چې د جوړېدو سره به یې د هېواد بچیان د کار بازار د غوښتنو سره سم زده کړې وکړي.

د یادې ادارې مسوولینو د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ویلي، چې پرو سږکال یې له لاسته راوړنو ډک کال و او سږني کال ته هم گڼ پلانونه لري.

د ازموینو ملي ادارې عمومي رئیس عبدالباقي حقاني ویلي، تخنیکي او مسلکي زده‌کړې په اقتصادي ځان بسیاینه کې خورا مهم رول لري او دا زده‌کړې باید په هېواد کې نورې هم پیاوړې شي.: «ځوانان بايد د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو په تر لاسه کولو سره هېواد له نورو سره سيال کړي.»

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د نوي ښوونیز کال د پرانیستې په مراسمو کې د کډوالو وزیر خلیل‌الرحمن حقاني وویل، حکومت باید د ځوانانو د روزلو په برخه کې باید زیاته پانگونه وکړي.: «له اوسني وضعیت څخه وتل يوازې په تخنيکي، مسلکي او حرفوي زده‌کړو سره کېدای شي، موږ بايد کوښښ وکړو چې ديني او عصري زده کړې په دقت سره وکړو. ښوونځي او مدرسې د ټولنې د پرمختگ لپاره دوه مهم ځواکونه دي بايد سالمه گټه ترې واخيستل شي.»

د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم په خپلو خبرو کې وویل، د هېواد په ښوونیز او تحصیلي سکتور کې باید په هغو علومو کې ډېره پانگونه وشي، چې د اوس وخت اړتیا وي.: «تخنیکي او مسلکي زده‌کړې باید نورې هم پیاوړې شي، ترڅو هېواد د بریا لوړو پوړیو ته ورسېږي.»

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې چارسمبالي مشر غلام حیدر شهامت وویل، د نوي ښوونیز کال د «قلم د خوځښت» په نوم یاد کړ او دغه ورځ یې ډېره ارزښتناکه یاده کړه.نوموړي، علم، احساس او ايمان د يوې ټولنې د پرمختگ زنځیرونه یاد کړل.

د اسلامي هېوادونو اوسني وضعیت ته په اشارې بې وويل: د علم د پرمختگ په برخه کې بايد زيات کار وشي.:«په پام کې ده چې په هېواد کې د معياري زده کړو مرکزونه جوړ کړي، له چین سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو گډ مرکزونه په پلان کې دي چې د جوړېدو سره به يې د هېواد بچيان د کار بازار د غوښتنو سره سم زده کړې وکړي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version