د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل د چهاردهي سیمې له یو شمېر مخورو او علماوو سره په ناسته کې ویلي، چې په کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره جدي هڅې کوو.

د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي له ملي بودیجې څخه د کابل د اوبو سرچینو مدیریت او رغونه پيل کړي او په دې برخه کې يې له مرستندویه بنسټونو او همکارو هېوادونو څخه هم د مرستې غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د چهاردهي مخورو هم اوسنی امن او ثبات د هېواد د پرمختگ او بیارغونې لپاره غوره فرصت وباله او په خبره، روان وضعیت د افغانستان د ابادۍ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

که څه هم پرو سږکال ژمي کې لږې واورې او ورښتونه وشول، خو د کابل د ځمکې لاندې اوبه یې پوره تغذیه نه کړې. د کابل پوهنتون د ځمکې پېژندنې پوهنځي امر اسدالله رحمت‌زی وايي، له ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د کابل د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ښکته شوې ده.

نوموړی له حکومتي ادارو غواړي چې د ځمکې لاندې اوبه ته پوره پام وکړي او پر وخت یې مدیریت کړي؛ گنې راتلونکي څو کلونو کې به خلک له سخت حالت سره مخ شي.: «د لوړ پوړو ودانیو د مالکانو له خوا د ژورو څاه‌گانو کیندل، د شنو ځمکو غصب او په هغو باندې د ودانیو جوړول، د کرنې لپاره د څښاک د تازه اوبو کارول او د لمبا د حوضونو او د موټرونو د مینځلو لپاره د اوبو کارول د سطحې اوبه له منځه وړي، او دا خلک دې ته هڅوي چې د ځمکې لاندې اوبو څخه کار واخلي»

د ملگرو ملتونو پراختیايي سازمان وايي، اوسمهال ۷۹ سلنه افغانان پاکو اوبو ته لاس نه لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version