د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د کابل طبي علومو پوهنتون د تغذیې او عامې روغتیا له ماسټرۍ برنامو څخه ۱۲۰ تنه او د اکمال تخصص له ۱۶ جلا-جلا برنامو څخه ۷۹ ډاکټران فارغ شول.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده‌کړو وزیر، شیخ نداء محمد ندیم ویلي، چې د دیني او عصري علومو موخه یوه ده او دواړه علوم د انسانیت د خدمت لپاره کار کوي.

ورته مهال د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني ویلي، چې وړمه ورځ د هېواد له دینې جامعې څخه د دیني علومو متخصصین او تېره ورځ له پوهنتون څخه د عصري علومو متخصصین فارغ شول، چې د ده په خبره دا د هېواد د پرمختګ زېری دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version