د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت‌الله بارکزي ویلي، هغه عکسونه چې د کابل ښار د ځینو سیمو خاص نومونه په‌کې له دري ژبې پښتو ته ژباړل شوي، جعلي دي.

بارکزي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د ښاروالۍ له لوري د پتې‌موندلو لوحو کې د سیمو نومونه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو لیکل شوي، خو خاص نومونه یې نه دي ژباړلي.

د هغه په وینا، کابل ښار کې د سل‌ پوړېزې ودانۍ جوړېدو خبرونه هم ناسم دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version