د ایران مذهبي مشر، ایت‌الله علي خامنه‌‌یي د امریکا ولسمشر ډونالډ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، چې د نورو هېوادونو د چارو د څار پر ځای دې خپل پام د امریکا پر کورنیو ستونزو متمرکز کړي.

خامنه‌‌یي د ایران پر ځوانانو غږ کړی چې خپل ملي یووالی وساتي، د پردیو تر اغېز لاندې رانشي او د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ایران متحد ملت به د ده په خبره خپل هر ډول دښمن ته غاښ‌ماتوونکی ځواب ورکړي.

هغه همداراز ویلي، چې ځیني کسان د ایران ملي شتمنیو او املاکو ته زیان رسوي څو ټرمپ خوشاله کړي.

خامنه‌‌یي ټینګار کړی، چې هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ورنکړي، چې د دې هېواد په داخلي چارو کې لاس وهنه وکړي.

د ایران مذهبي مشر په خپلو خبرو کې ویلي، چې د امریکا لاسونه د شاوخوا زر ایراني وګړو په وینو سره دي، چې د ده په وینا، په دې کې د ایران یو شمېر مخکښ چارواکي او مشران هم شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version