د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ترکیې سره د افغان کارګرو د اعزام په اړه کوم رسمي هوکړهلیک نه دی لاسلیک شوی.
وزارت زیاته کړې، چې یاد هېواد اوس مهال افغان کارګرانو ته د کاري ویزو د ورکړې لپاره کومه برنامه نه لري.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ټولو هېوادوالو غوښتي چې په دې هکله د وروستیو شایعاتو او آوازو ښکار نه شي.
وزارت زیاته کړې، چې خلک باید د ویزې ترلاسه کولو په موخه، اشخاصو، شرکتونو او نورو ادرسونو ته پیسې او اسناد ورنهکړي.


