فارس اژانس راپور ورکړی، چې ۱۰ هېوادونو، چې پکې کاناډا، انګلستان او اسټرالیا هم شامل دي، په یوه ګډه اعلامیه کې د لبنان د وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

دې هېوادونو په يوه ګډه اعلاميه کې، لبنان کې وروستۍ جګړې خطرناکې بللي او د ژر تر ژره پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.

صهيونيستي رژيم په دې وروستيو کې پر لبنان پراخ ځمکني او هوايي بريدونه ترسره کړل، چې په پايله کې یې سلګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version