د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د مل پلاوي په ګډون نن دوشنبه (د غویي، ۲۹مه) د یو رسمي سفر په ترڅ کې ایران ته ولاړ.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلی بدري به یاد هېواد کې د کاني زېرمو د کارپوهانو او څېړونکو دویمه نړېواله غونډه کې کډون وکړي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، نوموړی به د دې غونډې ترڅنګ د بېلابېلو شرکتونو له استازو او پانګوالو سره هم لیدنې کتنې ولري.

ټاکل شوې، افغان پلاوی به دغو کتنو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د افغانستان کاني ظرفیتونو او د کانونو برخه کې د پانګونې په شته فرصتونو بحث او خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version