ماليې وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې چې د ياد وزارت استازو له نړيوال بانک سره له خبرو اترو وروسته ياد بانک دې ته چمتو کړی چې کابل کې خپل دفتر پرانيزي، په افغانستان کې خپل پاتې پورونه پرې او نيمګړې پروژې بشپړې کړي.

اعلاميه زياتوي، چې نړيوال بانک افغانستان کې له لوژیستیکي او رغنيزو شرکتونو څخه شاخوا ۵۰ ميليونه ډالره پوروړی دی او اوس ټاکل شوې دا پور په څلورو پړاوونو کې له ماليې وزارت سره په همغږۍ يادو شرکتونو ته ورکړل شي.

د سرچينې په خبره، نړيوال بانک به نن په لومړي پړاو کې ۱۰.۸ ميليونه ډالره په مستقيم ډول شرکتونو ته ورکړي او پاتې ۳۹.۱۱ ميليونه ډالره به د ماليې وزارت له لارې په نورو پړاوونو کې ورکړل شي.

ماليې وزارت د نړيوال بانک ياد اقدام ستر مالي پرمختګ بللی او په وينا یې، د پراختيايي پروژو په پيل سره به هېواد کې کاري فرصتونه او اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version