د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله بدري د جبل السراج سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې د جوړولو د پرانیستغونډې پر مهال وویل، چې د جبل السراج سمنټو د تولید دویمې سترې فابریکې جوړېدل به د کارموندنې ترڅنګ د سمنټو د تولید په برخه کې د افغانستان د ځانبسیاینې لپاره مهم ګام وي.
بدري د یادې فابریکې د جوړولو د پرانیستې غونډې ته په وینا کې وویل، اوس مهال د سمنټو د تولید په برخه کې له نهو شرکتونو سره تړونونه لاسلیک شوي او د دغو پروژو چارې په بېلابېلو کچو کې روانې دي.
د نوموړي په خبره، د یادو فابریکو له فعالېدو سره به شاوخوا ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي او افغانستان به د سمنټو د تولید په برخه کې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو پر لور نور هم نږدې شي.


