د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه کې د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده تائید شوه.

اقتصادي معاونیت وایي، دغه مسوده هر اړخیزه ارزول شوې او د وروستۍ پرېکړې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې ده.

د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د کان کیندنې برخې د کاري ځواک فني او حرفوي مهارتونه لوړ شي، د کان کیندنې په پروژو کې به دوامداره کاري فرصتونه رامنځته شي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې مسودې له مخې به د کان کیندنې په پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستنه زیاته، پر وارداتو به تکیه راکمه او همداراز به د کورنیو صنایعو او سیمه‌ییز اقتصاد ودې ته زمینه برابره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version