د افغانستان برښنا شرکت په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې د دې شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکتر عبدالباري عمر د ترکمنستان – ۲۰۲۵ نړيوالې انرژۍ، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو پراختیا کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د ترکمنستان ولسمشر مرستیال باتور امانوف سره ليدلي دي.
سرچينه وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د انرژۍ سکټور پرمختيايي پروژو، په ځانګړي ډول ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي پروژې، د بالامرغاب ولسوالۍ برښنا رسونې پروژې او نورالجهاد سبسټېشن په اړه خبرې وکړې.
یاده دې وي، چې دا کنفرانس د ترکمنستان په کوربتوب د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پیاوړتیا، انرژۍ سکټور، ساختماني چارو، صنعت او کیمیاوي موادو پراختیا په موخه جوړ شوی دی.
