ریاض خالد

له نن څخه پوره څلور کاله وړاندې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب له لسمې سره سمون خوري، د قطر پلازمینې دوحه کې په افغانستان کې د اشغال د خاتمې په موخه د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې تاریخي تړون لاسلیک شو.

دا چې دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ ده او ټول افغانان پرې ویاړ کوي په دې موخه د یو شمېر هېوادوالو سره غږیدیلې یو.

یو تن هېوادوال صفی الله وایي، چې د کب لسمه د هېواد په تاریخ کې یوه ویاړلې ورځ ده او زموږ مشرانو په دغه ورځ په ډېره میړانه بریا ترلاسه کړې ده.هغه زیاته کړه: ” شل کاله افغان میړنی او مجاهد ولس د امریکې پر وړاندې جهاد وکړ، ډیر شمېر امریکایان او د دوی ملګري یې ووژل، افغانانو هم زیاته قرباني ورکړه د دوی همدا قرباني د دې لامل شوه، چې ناټو په افغانستان کې ماتې وخوړه او مجبوره شول چې میز ته کیني او د وتلو لاره ځان ته وګوري، چې په سر کې امریکا د افغانستان اسلامي امارت سره په دوحه کې تړون لاسلیک کړ او له افغانستان څخه ووتل” هیوادوال دغه ورځ د افغانستان اسلامي امارت د بریا او امریکې د شکست ورځ ګڼي او وایي، چې په دغه تاریخي ورځ د امریکا په مشرۍ ناټو په افغانستان کې په ګونډو شوه.

په همدې اړه یو تن هېوادوال مولوي عبدالنور رسولي وایي، چې د کب لسمه هغه تاریخي ورځ ده، چې په دې ورځ امریکایي اشغالګرو خپله ماته ومنله او مجبور شول، چې اسلامي امارت له مشرانو سره د تړون په موخه کیناستل او تړون یې لاسلیک کړ.هغه زیاته کړه: ” افغان مجاهد ولس په ډیر میړانه د امریکایي اشغال پر وړاندې وجنګېده، افغانانو سخته قربانۍ ورکړې، خپل سرونه او مالونه یې قربان کړل، د افغانانو همدغه قربانۍ د دې لامل شوې، چې امریکایان مجبور شول چې مذاکراتو ته کیناستل او د دوحې تړون یې لاسلیک کړ، د دې تړون په لاسلیک سره امارت بریا ترلاسه او اشغال ختم شو”.

یو بل تن هېوادوال مفتي ذبیح الله حقاني وایي، چې د کب په لسمه د نړۍ په تاریخ کې دا ثابته شوه، چې د معنویاتو پر وړاندې مادیاتو یعنې اټومي، ټکنالوژیکي او قوي پوځي وسلو ماتې وخوړه.هغه وویل: ” بریالي خلک هغه دي، چې د تړونو پر مهال مقابل جانب ته داسې شرایط وړاندې کړي، چې د فتوحاتو یو بل ور پرانیزي، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه همداسې رول د امریکې پر وړاندې ولوباوه او داسې تړون یې په دوحه کې لاسلیک کړ، چې له مخې یې په افغانستان کې اشغال ختم او د امریکې سر خم شو”.

هغه زیاته کړه، چې مسلمانانو کله هم د کفارو پر وړاندې ځان نه دی تسلیم کړی، خپل سرونه یې قربان کړي خو خپله پاکه خاوره یې تر اشغال لاندې نه ده پریښې.د کب لسمه د افغانستان په معاصر تاریخ کې د ویاړمنو ورځو څخه یوه ده، چې په دې ورځ د افغانستان غیور ولس په معاصر امریکایي طاغوت باندې رسماً شکست ومانه او د اشغال پای ته رسولو او ماتې منلو تړون یې ورباندې لاسلیک کړ.

یاده دې وي، چې افغان میړني ولس شاه خوا شل کاله د امریکا په مشرۍ جوړې شوې ناټو پر وړاندې، چې افغانستان یې اشغال کړی و، په وسله وال جهاد لاس پورې کړی و.دا چې امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوې وه، نو وې غوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت سره میز ته کینې او تړون ورسره وکړي، هماغه و چې د شاوخوا ۱۸ میاشتو مذاکراتو وروسته په دې موافقه وشوه، چې امریکا به له افغانستان څخه وځي او اشغال به خاتمه مومي.

د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰ مه د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان د سیاسي دفتر مسول ملا عبدالغني برادر او د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد ترمنځ تړون لاسلیک شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version