د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاضمي قمي ویلي، چې له افغانستان سره پر پوله د دېوال جوړولو لومړنۍ طرحه بشپړه شوې ده.

نوموړي هغه له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د دېوال د جوړولو پرېکړه یوازې ایران ته د غیرقانوني کډوالو ننوتلو، انساني قاچاق مخنیوي او له نشه يي توکو سره د مبارزې لپاره نه، بلکې د ترهګریزو عناصرو د مهارولو لپاره پلې کېږي.هغه زیاته کړې، افغانستان او ایران د سرحدونو له وېشلو سره مخ نه دي، بلکې دوی د هغو ترهګریزو ډلو له ګواښ سره مخ دي چې د سترو قدرتونو له ملاتړه برخمنې دي.

قمي دغه راز د هلمند په سیند کې د حقابې د ورکړې په اړه هم هیله څرګنده کړې؛ خو دا یې هم ویلي دي چې له افغان چارواکو سره د دوی خبرو د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی په داسې حال کې یادې څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د سرپرست حکومت ویاند د ایران دې چارې ته په غبرګون کې ویلي وو چې له افغانستان سره په سرحداتو کې هر ډول اقدامات باید له سرپرست حکومت سره په تفاهم ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version