عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي او ورسره پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له نرسري، پذیرش او HDU څانګو څخه لیدنه کړې او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته امکانات یې ارزولی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي خدمتونو د بهیر د ښه والي او شته امکاناتو د اغېزمنې کارونې پر اهمیت ټینګار کړی او روغتیايي کارکوونکي یې د هېوادوالو لپاره د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو ته هڅولي.


