د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه پلاوي په مشرۍ د «حیواني روغتیا» نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته په سفر تللی.

د یاد وزارت په وینا، ښاغلی عمري به په یاد کنفرانس کې د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا لوړولو او له ګډون‌کوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

دې سفر کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رئیس خان محمد فروتن او د کرنې وزارت، سلاکار محمد ولي وزیري د کرنې د وزیر ملتیا کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version