د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دې وزارت د مرستیال وزیر مولوي صدراعظم عثماني د یو رسمي پلاوي په مشرۍ د ټیکا په رسمي بلنې ترکیې ته سفر کړی دی.

د وزارت په وینا، په ياد پلاوي کې د کرنیزو څېړنو لوی رییس، د دفتر رییس، حقوقي سلاکار او یو تخنیکي ټیم شامل دي.

سرچينې ویلي، د سفر موخه د کرنیزو څېړنو له مرکزونو لیدنه او د دواړو هېوادونو د متخصصینو ترمنځ د نظریاتو تبادله ده.

کرنې وزارت ویلي، دا سفر به د افغانستان او ترکیې ترمنځ د کرنیزو څېړنو، تجربو شریکولو او د تخنیکي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره نوې همکاري رامنځته کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version