د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د دلتا انټرنشنل انرژۍ شرکت ترمنځ د ګاز د استخراج او پایپ لاین غځولو تړون د هېواد د اقتصاد او انرژۍ په برخه کې یو مهم پرمختګ دی. د تړون پر بنسټ به، د سعودي دا ستر شرکت د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ د کشک او تیرپل په ۲۲زره مربع کیلومتره ساحه کې د طبیعي ګازو کشف، تحقیق او استخراج پر مخ وړي.
له امنیتي پلوه که دا تړون وارزوو، نو د امن افغانستان شاهدي ورکوي، ځکه سعودي عربستان د سیمې له نورو هېوادونو سره هم ښې اړیکې لري، چې نږدې هر راز نظامي همکارۍ کوي، خو د دغسې لویو پانګونو لپاره یې هلته زړه نه دی ښه کړی، ځکه چې هغوی امن نه لري. افغانستان په آسیا کې دا مهال یو له هغو هېوادونو دی، چې سرتاسري امنیت پکې تأمین دی او بهرني پانګوال زړه ښه کوي، چې د اوږد مهاله پانګونې لپاره تړونونه لاسلیک کړي.
له اقتصادي پلوه، دا تړون د افغانستان د انرژۍ زېرمو ته د نړیوالې لارې د خلاصېدو او پانګونې یو ژوندی ثبوت ګڼل کېږي. په لومړي سر کې د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې او د لسو کلونو په موده کې تر ۱۰ ميلیارد ډالرو پورې د پانګونې احتمالي غځېدنه به د دې سبب شي، چې افغانستان د ګازو له بهرني انحصار څخه خلاص شي. د طبيعي ګازو استخراج به نه یوازې د هرات صنعتي ښارګوټي او شاوخوا سیمو اقتصادي ساحو ته برېښنا او انرژي چمتو کړي، بلکې د زرګونو افغان ځوانانو لپاره به نوي او مسلکي کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.
له سیاسي او جیوپولیټیک پلوه، د سعودي عربستان د یوه معتبر خصوصي شرکت پراخه پانګونه، د افغانستان په اقتصادي اړیکو او ډیپلوماسۍ کې د نوي فصل د پیل ښکارندویي کوي. د دې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ځینو اغېزناکو شخصیتونو شتون او د خلیجي هېوادونو پاملرنه ښيي، چې د سیمې مهم هېوادونه غواړي له افغانستان سره رسمي او اوږد مهاله اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري. دا چاره تر ډېره د افغانستان نړيوالې اړیکې، تعاملات او بلاواسطه سیاسي باور زياتوي او بهرنیو پانګوالو ته مثبت سیګنال ورکوي.
دا لاسته راوړنه د افغانستان د ملي کورني عاید په زیاتوالي او ځان بسیاینه کې د پام وړ نقش لري. د هېواد د طبیعي سرچینو مسلکي سپړنه د هېواد د ملي خزانې عایدات د ټيکاو په لور وړي. د کانونو او پټرولیم وزارت او دلتا شرکت ترمنځ د نږدې ۲۵ کلن تړون دا لاسلیک د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په مسیر کې د بنسټیز تحول خنډونه له منځه وړي.
د دې تاریخي اقتصادي تړون د تخنیکي مدیریت، شفافیت او سم تطبیق په صورت کې به د هېواد طبعي شتمنۍ په سمه توګه مصرف او د هېواد په رغونه کې به بنسټیز رول اداء کړي. دا په خپله یو ډاډمن ګام دی، چې افغانستان د بهرنیو مرستو د ترلاسه کوونکي پر ځای، پر دایمي پانګو تکیه کوونکي اقتصادي هېواد بدلوي.


