د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزير شيخ ندا محمد نديم پولي تخنيک پوهنتون کې د اوبو نړيوال کنفرانس ته په خپله وينا کې ويلي چې، د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې د علم د پراختیا هڅه کوي، د څېړنو په برخه کې یې ملي او نړیوال کنفرانسونه داير کړي او پر نصابونو یې کار کړی دی.

ښاغلي نديم دغه راز زياته کړې چې، سرپرست حکومت په هېواد کې د اوبو مدیریت لپاره کار پیل کړی، چې ښه بېلګه یې د قوشتېپې کانال دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version