د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د یاد وزارت وزیر ملا عبداللطیف منصور د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره په لیدنه کې د اوبو رسولو او نورو پراختیايي پروژو د پلي کېدو او دوامدارې همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یونیسف استازې ویلي، چې دغه دفتر د وزارت په همغږۍ د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د خلکو د اړتیاوو له مخې د اوبو رسولو او نورو برخو کې پروژې پلې کړي او غواړي خپلې پراختیايي همکارۍ لا پراخې کړي.
ملا عبداللطیف منصور د یونیسف له همکاریو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې پروژې باید په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي، ترڅو خلک ترې په سمه توګه ګټه واخلي.


