د هلمند ولایت د گرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۱تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ځايي مسوولین وايي، پېښه د ټانکر، موټر سایکل او ۵۸۰ بس ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې له ټکر وروسته ۵۸۰ ډوله موټر اور اخیستی دی.

د یادې پېښې ټپیان د گرشک او لښکرگاه ایمرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

ویل کېږي موتر بس د سلطان محمود غزنوي شرکت اړوند دی.

د کابل ـ جلال‌اباد وروسته د کابل ـ کندهار لویه لاره هم د هېواد یو د خونړیو لارو څخه ده، چې ډېری وخت پرې ترافیکي پېښې کېږي او له امله یې لسگونه تنه ژوند بایلي.

د کابل ـ هرات، کابل ـ کندهار، کابل ـ هلمند د هغو لویو لارو څخه دي، چې ډېری موټر چلوونکي یې نشه‌يي توکي کاروي او په ډېرې بې‌احتیاطۍ موټر چلوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version