په کندهار ولایت مقام کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه غونډه کې د دغه ولایت سوداګرو او پانګه‌والو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او په دې برخه کې یې چمتوالی ښودلی.

دوی ویلي چې، تېر ځل هم د راستنېدونکو افغان کډوالو سره یې هر راز همکارۍ کړي، چي په خبره یې اوس هم د راستنېدونکو افغان کډوالو هر راز همکاریو ته چمتو دي.

په دې غونډه کې، د کندهار والي «حاجي ملا شیرین» له سوداګرو او پانګه‌والو مننه کړې، چي «د اسلامي نظام» سره څنګ په څنګ د هیوادوالو همکاري کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ هره ورځ په سلګونه کورنۍ هیواد ته راستنیږي، دا ټول همکاریو ته اړتیا لري او په وینا یې، باید د اسلامي او ملي مسؤولیت له مخې یې بشپړ لاسنیوی وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version