د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس خبر ورکړی چې، د دې وزارت د سرپرست ملا محمد عیسی ثاني او د پنځو خصوصي شرکتونو د مسؤلینو ترمنځ په شاوخوا ۲۶۴ میلیونه افغانۍ د کندهار- هرات وسپنیزې کرښې د ډیزان تړونونه لاسلیک شوي دي.

د ښاغلي حق شناس په وینا، د یادې ۷۳۷،۵ کیلومتره وسپنې پټلۍ د ډیزاین چارې به په پنځو برخو کې پیل او چارې به یې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version