د میدان وردګو ولایت د اطلاعاتو او کلتور رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې يو هندي پانګوال «لوکېش کمار» او د ميهن سټيل د اوسپنې ويلې کولو فابريکې مسؤل د ياد ولايت له والي قاري بختيار معاذ سره په لیدنه کې ویلي، چې غواړي د اوسپنې ویلې کولو په برخه کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
دغه هندي پانګوال لوکیش کومار ویلي، چې په جوړېدونکې فابریکه کې به خامه اوسپنه په نړیوالو معیارونو برابره پروسس شي، چې په ورځني ډول به ۱۲.۵ ټنه تولید ولري او زرګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې د میدان وردګو ولایت والي د یادو پانګوالو د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د ولایت مقام او اړونده ادارې به د دوی د پانګونې لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.