د افغان حکومت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد ختيځ کې د زلزلې په اړه په تازه خپرو کړيو جزئياتو کې وايي، چې دغه ولايت کې د زلزلې له امله د شهيدانو شمېر ۱۴۱۱ تنو ته لوړ شو.

ښاغلي مجاهد ويلي، تلفات د کنړ ولایت په نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعد آباد ولسواليو کې اوښتي دي

نوموړي همدا راز په خپرو کړيو معلوماتو کې د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ او د ویجاړ شويو کورونو شمېر ۵۴۱۲ ښودلی دی.

ياده دې وي، چې کونړ کې د زلزلې له امله زيانمنو شويو خلکو ته د مرستو رسولو بهير په چټکۍ سره روان دی او دا مهال ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي او ټيمونه په کار بوخت دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version