کورنيو چارو وزارت وايي، د بامیان د امنیې قومندانۍ امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د وسله‌والو غلو یو مشر له یو میليون او ۸۰ زره غلا کړیو افغانیو سره د یاد ولایت د مرکز په مربوطاتو کې نیولی دی.

سرچينه وايي، د وسله‌والو غلو یادې ډلې څه موده وړاندې په بامیان ولایت کې درې میلیونه افغانۍ غلا کړې وې، چې د پولیسو له لوري د یادو غلو مشر له څه باندې یو میلیون افغانیو سره نیول شوی او د نورو جرمي شریکانو او د پاتې پیسو د موندلو په موخه د پولیسو څېړنې روانې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version