د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري په کابل کې د قطر دولت د سفارت له شارژدافیر ډاکټر مردف القاشوطي سره کتلي.

د یاد وزارت په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قطر ترمنځ پر دوه‌ اړخیزو اړیکو، د سیمه‌ییزو امنیتي حالاتو، همداراز د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د کورنیو چار وزارت لومړي مرستیال له قطر څخه د افغانستان د خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د شویو همکاریو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې دغه همکارۍ به لا پراخې شي.

بل‌خوا کابل کې د قطر د سفارت شارژدافیر ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له امنیت او ثبات څخه ملاتړ کوي او زیاته کړې یې ده چې قطر چمتو دی له افغان لوري سره نورو اړوندو برخو کې هم همکاري وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version