د سي اېناېن خبري شبکې د راپور له مخې د امریکا د کورني امنیت د وزیرې «کریسټي نويم» لاسي بکس د واشنګټن ډي سي ښار په یوه رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړلو پر مهال غلا شوی.
سرچينې ویلي، هغه امنیتي کامرې چې په ياد رسټورانټ کې د غلا پېښه یې ثبت کړې، د امریکا د مخفي خدمت (Secret Service) لخوا کتل شوي او په ویډیو کې ښکاري چې یو نا پېژانده سپینپوستی سړی چې طبي ماسک یې په مخ و، د دغې وزيرې لاسي بکس غلا کوي او له رسټورانټه وځي.
د معلوماتو له مخې د امريکا د داخلي امنيت د وزيرې په بکس کې د موټر چلولو جواز، درمل، د اپارتمان کیلي، پاسپورټ، د سینګار وسایل، او شاوخوا ۳۰۰۰ ډالر نغدي موجود وو.
ياده دې وي چې دې چارې په امريکا کې د جنايي پېښو او غلاوو د ډېر والي اندېښنې راپارولې دي.