د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اروپایي ټولنې له نوي شارژدافیر نیکولا بیلومو سره په لیدنه کې د افغانستان او اروپایي ټولنې ترمنځ د اړیکو پر دوام او د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلي حقاني د اروپایي ټولنې د پخواني استازي له هڅو او ماموریت د مننې ترڅنګ په افغانستان کې د نیکولا بیلومو د دندې د پیل هرکلی کړی او د دواړو لورو اړیکې یې مثبتې بللي دي.
په دې کتنه کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې، په دې برخه کې د مرستو د دوام، د هېواد د امنیتي وضعیت او نورو ګډو موضوعاتو په اړه هم خبرې شوي او د دواړو لورو ترمنځ د تعامل او اړیکو پر لا پراختیا ټینګار شوی.


