د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کولمبیا د ولسمشر ګوستاوو پېټرو له خپل منځي ترینګلتیاوو او متقابلو ګواښونو وروسته، د لومړي ځل لپاره ټلیفوني خبرې کړې دي.
ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشال» کې لیکلي: «دا لوی ویاړ و، چې د کولمبیا له ولسمشر، ګوستاوو پټرو سره مې خبرې وکړې. زه له هغه څخه مننه کوم او هیله لرم چې په نږدې راتلونکي کې ورسره ووینم.»
ټرمپ زیاته کړې، چې په واشنګټن کې د دواړو ولسمشرانو د لیدنې لپاره چمتووالی روان دی، خو د دې لیدنې کره نېټه لا نه ده اعلان شوې.
بلخوا، د کولمبیا ولسمشر د خپلو پلویانو یوې راټولېدنې ته ویلي، چې د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې یې د لومړي ځل لپاره له خپل امریکایي سیال سره ټلیفوني خبرې کړي دي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ټرمپ تور پورې کړی و، چې کولمبیایي ولسمشر د نشهیي توکو کارخونې لري او امریکا ته د دغې پدیدې په قاچاق کې ښکېل دی؛ خو پېټرو یې دا ادعاوې رد کړې وې.
