د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو نهو میاشتو کې د دې ولایت له لارې د ۲۴ میلیونه او ۲۶۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت درملیز نباتات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د دغو صادراتو ټولیز وزن شاوخوا ۲۲ زره ټنه دی، چې امریکا، روسیې، متحده عربي اماراتو او ایران ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دا کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.

په صادر شویو درملیزو نباتاتو کې د زرشک لرګی، توره زیره، شنه زیره، شیرین‌بیان، زنجبیل، دارچین، اویشن، روزماري او یو شمېر نور نباتات شامل دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version