د کولمبیا ولسمشر، ګوسټاوو پېټرو پر وینزوېلا د امریکا برید غندلی او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شوری او د امریکایي هېوادونو اتحادیه باید په دې اړه بېړنۍ غونډه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې عامه امنیتي ځواکونه به د وینزویلا پولې ته لېږل کېږي او که د کډوالو چوپه ورماته شي، نو ټول شته مرستندوی ځواکونه به هم ځای پر ځای شي.

نوموړي وړاندې ویلي، چې هېواد یې د وینزویلا او د لاتینې امریکا د حاکمیت پر ضد هر ډول تېری په کلکه ردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا نن (شنبه) پر وینزویلا برید وکړ او د دغه هېواد ولسمشر یې له خپلې مېرمنې سره یوځای ونیو.

د یادونې ده، چې دا مهال د امریکا او کولمبیا اړیکې هم تر بل وخت ترینګلي دي. د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې د کولمبیا ولسمشر د نشه‌یي توکو فابریکې لري او پکې تولیدېدونکي نشه‌یي مواد امریکا ته صادروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version