د حزب الله ډلې مشر نعیم قاسم ویلي، چې ډله به یې به د مقاومت لاره روانه وساتي او له صهیونیستي رژیم سره به هېڅ ډول عادي اړیکې ونه مني.

نوموړي زیاته کړې، چې خپلې وسلې به هیڅ‌کله هم تسلیم نه کړي، «ځکه چې اسرائیل لا هم بریدونه کوي او پنځه سرحدي سیمې یې تر اشغال لاندې دي.»

نوموړي وړاندې ټینګار کړی، چې مقاومت د دفاع او ازادۍ لپاره یو اړین عمل دی او که ټوله نړۍ یې هم پر ضد ودرېږي، دوی به بیا هم د خپلې خاورې او حقونو دفاع ته دوام ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version