د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر نورجلال جلالي کونړ ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د اسعداباد ۲۰۰ بستریز کمپلېکس پاتې چارې به ډېر ژر پیل شي.

نوموړي د یاد کمپلېکس څخه د لیدنې پر مهال ویلي، هغه پروژې چې نیمگړې پاتې دي، حکومت یې د جوړولو هوډ لري، چې ولس ته د خدمت لپاره یې بشپړې کړي.

د کونړ کمپلېکس چارې په ۱۳۹۸ل کال کې د ۳۴۹ مېلیونه افغانیو په لگښت پیل شوې، چې د ۷۲ سلنه کار یې بشپړ شوی او پاتې چارې یې په ټپه درېدلې دي.

د کونړ روغتیايي مسوولین وايي، د کونړ په ۱۰ بستریز روغتون ودانۍ کې د ۱۵۰ بستر ناروغانو چارې پر مخ بیايي؛ خو د کونړ ۲۰۰ بستریز کمپلېکس جوړ شي، تر ډېره یې ستونزې هوارېږي.

کونړ د هېواد په ختیځ کې یو غرنی ولایت دی، چې ډېرې سیمې یې غرونو پوښلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version