د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې په هرات کې د سلما برېښنا بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شي.

یاد شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما د برېښنا بند د تولید کارخونې د درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړي او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به په فعالیت پیل وکړي.

د برېښنا شرکت مسولین وایي، چې د سلما برېښنا بند دوه توربينونه اوس مهال فعال دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به د برېښنا په توليد کې د پام وړ زياتوالى راشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورنیو تولیدي کارخونو او د هغوی د اړوندو وسایلو ترمیم او ساتنه د برېښنا شرکت له لومړیتوبونو څخه ده.

سلما بند د هرات ولایت د “چشت شریف” ولسوالۍ کې موقعیت لري، چې د هریرود په سیند باندې جوړ شوی دی.

دغه بند ۲۰ کیلو متره اوږدوالی او ۳ کیلو متره سور لري، چې د۶۴۰ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري.

د سلما بند په کلني ډول ۴۲ مګاواټه برېښنا تولیدوي او د دې بند د اوبو سره ۷۵ زره هکتاره ځمکه خړوبیږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version