د عامې روغتیا وزارت وايي، د کونړ ولایتي روغتون په گډون درېیو روغتیایي مرکزونو کې د ۱۲.۲ مېلیونه افغانیو په لگښت د نري رنځ ناروغۍ تشخیصیه ماشینونه فعال شول.

د کونړ د عامې روغتیا رئیس مظفر مخلص وايي، د کونړ په اسعد اباد ولایتي روغتون، ماڼوگي او څوکۍ ولسوالۍ روغتیایي مرکزونو کې د ملگرو ملتونو د پراختیايي پروگرام (UNDP) په مالي همکارۍ د نري رنځ ناروغۍ د تشخیص ماشینونه فعال شول چې ورسره به د نري رنځ د معایناتو برخه کې شته ستونزې حل شي.

همدارنگه د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت له لوري د اسمار ولسوالۍ (CHC+) روغتيايې مرکز ته، د ۴،۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت صفر کیلو مټر مجهز امبولانس ورکړل شو.: «د اسمار روغتیایي مرکز لپاره امبولانس یوه مهمه اړتیاوه، چې د وزارت په ځانگړې پاملرنه یاد روغتیايي مرکز ته په واک کې ورکړل شو.»

کونړ یو غرنی ولایت دی، چې ډېرې برخې یې غرونو پوښلې دي او هغه ناروغان چې بېړنۍ درملنې ته اړتیا ولري، په وخت روغتیايي مرکزونو ته نه رسېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version