د هرات مرستيال والي مهاجر فراهي په خپله اېکس پاڼه ليکلي، ‏په لومړي ځل د هرات ولايت د خواجه عبدالله انصار له هوایي ډګر څخه مستقيم د سعودي عربستان جدې ښار ته د اریانا الوتنه وشوه.

مرستيال والي زیاته کړې، د هرات محلې اداره هڅه کوي چې په دې برخه کې نورو هېوادونو ته هم مستقیمې الوتنې پيل کړې.

فراهي دغه راز ویلي، د دې الوتنې د پيل سره به د هېواد د غرب زون د حاجيانو او عمره کوونکو لپاره ډېرې اسانتياوې رامنځته شي.

دا الوتنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې درې ورځې وړاندې د اسد/ زمري مياشتې په ۱۴ مه نېټه د کابل نړيوال هوايي ډګر څخه سعودي ته د عمره کوونکو د کاروان لومړۍ الوتنه ترسره شوې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version