د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر، مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د ا.ا له راتګ راوروسته ۶.۸ میلیونه افغانان له بهرنیو هېوادونو ستانه شوي او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې ۱.۳ میلیونه افغانان د طبیعي پيښو له امله په کور دننه هم بېځایه شوي دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې په افغانستان کې ثبات او پر ټوله جغرافیه د ا.ا واکمني د کډوالۍ د کمېدو سبب شوې ده او له افغانستانه بهر ته د کډوالو په شمېر کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
هغه ویلي، چې د کډوالۍ د دایمي حل او د داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه اوسي.
