د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان مرستیال توماسو دیکاتیلدو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمان راشد ته د شهيد خلیل الرحمان حقاني د شهادت له امله تسليت وړاندې‌ کړی او د دغه سازمان له لوري یې خپله خواخوږي څرګنده کړې او د خليل الرحمن حقاني شهادت یې د افغان ملت لپاره لویه ضایع بللې.

خبرپاڼه زياتوي چې د کډوالو چارو وزارت کفیل او مسلکي مرستیال له نوموړي څخه د مننې ترڅنګ په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو یادونه کړې او په اسلام اباد کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو ناوړه چلند یې خواشینوونکی بللی او له ملګرو ملتونو یې غوښتي، چې د خپل نفوذ نه په ګټه اخيستنې په پاکستاني لوري فشار راوړي ترڅو د کډوالو له زورولو لاس واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version